کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید غندلی او وایي چې حکومت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د پولیو واکسین د لومړۍ کرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.
تېره ورځ په کندوز او تخار ولایتونو کې د پولیو واکسین اتو کارکوونکو- چې څلور یې ښځې وې- د ناپېژاندو وسله والو په جلا، جلا بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو اتو کسانو درې نارینه او یوه ښځه د کندوز په ښار کې، درې کسان د همدغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې او یو بل بیا د تخار په مرکز تالقانو ښار کې ووژل شول.
د دغه وزارت د عامه اړیکو دفتر نن په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.
سرچینه لیکي چې له دې پېښو وروسته په تخار او کندوز ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتورانو د خوندیتوب په موخه ودرول شو.
دغه وزارت وایي چې پر واکسیناتورانو د بریدونو لامل او انګېزه نه ده معلومه، خو امنیتي ارګانونو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د هېواد په هر ګوټ کې د پولیو واکسین د لومړۍ کرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.»
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن