کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې امنیتي طرحه له ترکمنستاني مقاماتو سره شریکه شوې او په نږدې راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.
ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز لېږدونې پروژه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان چارواکو پرانیسته.
د دې نللیکې عملي کار په ترکمنستان کې پای ته رسېدلی او ټاکل شوې په افغانستان کې یې هم کار په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې امنیتي طرحه یې له ترکمنستاني مقاماتو سره شریکه کړې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو استازو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض اوف او د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس مایرات امان اوف سره په ناسته کې د دې پروژې د امنیتي طرحې په اړه خبرې کړې دي.
سرچينې لیکلي: «د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري له دوى سره د ټاپي پروژې بشپړ امنيتي پلان شریک شو.»
په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر او د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر د دې پروژې پر امنیتي طرحې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې عملاً پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP