منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کورنيو چارو وزارت: د ټاپي پروژې عملي چارې تر څو ورځو پورې پیلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې امنیتي ‌طرحه له ترکمنستاني مقاماتو سره شریکه شوې او په نږدې راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.

ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز لېږدونې پروژه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان چارواکو پرانیسته.

د دې نللیکې عملي کار په ترکمنستان کې پای ته رسېدلی او ټاکل شوې په افغانستان کې یې هم کار په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې امنیتي ‌طرحه یې له ترکمنستاني مقاماتو سره شریکه کړې ده.

یاد وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو استازو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض اوف او د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس مایرات امان اوف سره په ناسته کې د دې پروژې د امنیتي ‌طرحې په اړه خبرې کړې دي.

سرچينې لیکلي: «د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري له دوى سره د ټاپي پروژې بشپړ امنيتي پلان شریک شو.»

په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر او د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر د دې پروژې پر امنیتي طرحې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې عملاً پیل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد