Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار يو مدني فعال په خپل لګښت دولتي ښوونيزو ادارو کې لس زره نيالګي ایښي دي

جلال اباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار يو مدني فعال په خپل شخصي لګښت د دغه ولايت په دولتي ښوونيزو ادارو کې د يوې مياشتې پرمهال لس زره نيالګي ایښي دي.

د ننګرهار  دغه مدني فعال خبيب اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د هېوادنۍ مينې او نورو ځوانانو ته د وطن د ابادۍ د احساس ورکولو په خاطر دغه ډول پروګرام ترسره کوي.

هغه وايي چې سږکال يې د دغه پروګرام په لړ کې د ننګرهار ترڅنګ د کونړ او لغمان ولايتونو په پوهنتونونو کې هم نيالګي ایښي دي.

هغه زياته کړه چې د تېرې يوې مياشتې په موده کې يې د ننګرهار پوهنتون مختلفو پوهنځيو، بېلابېلو دولتي ښوونځيو او مدرسو کې زرګونه نيالګي ایښي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.