جلال اباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار يو مدني فعال په خپل شخصي لګښت د دغه ولايت په دولتي ښوونيزو ادارو کې د يوې مياشتې پرمهال لس زره نيالګي ایښي دي.
د ننګرهار دغه مدني فعال خبيب اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د هېوادنۍ مينې او نورو ځوانانو ته د وطن د ابادۍ د احساس ورکولو په خاطر دغه ډول پروګرام ترسره کوي.
هغه وايي چې سږکال يې د دغه پروګرام په لړ کې د ننګرهار ترڅنګ د کونړ او لغمان ولايتونو په پوهنتونونو کې هم نيالګي ایښي دي.
هغه زياته کړه چې د تېرې يوې مياشتې په موده کې يې د ننګرهار پوهنتون مختلفو پوهنځيو، بېلابېلو دولتي ښوونځيو او مدرسو کې زرګونه نيالګي ایښي دي.
نوموړی وايي: ((احساس خو دا دی چې خپله مې له وطن سره مينه ده، هر کال دا ډول کمپايونونه ترسره کوم، بل زه غواړم چې نورو ځوانانو ته دا پيغام ورکړم چې د وطن په ابادۍ کې برخه واخلي.))
اميري وايي چې پر دغو نيالګيو يې شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی چې ډېرې پيسې يې خپلې دي خو ځينو ملګرو هم ورسره يو څه اندازه مرسته کړې ده.
هغه د يادو دولتي ښوونيزو ادارو مسوولينو او محصلينو ته د دغو نيالګيو د ساتنې او پالنې سپارښتنه هم وکړه.
په ننګرهار کې يو شمېر ټولنيز فعالان هم د خبيب اميري دغه کړنه ستايي.
د دوی له ډلې فريد اکاخېل چې د خپلې ټولنې (بيټ نيکه علمي او فرهنګي ټولنه) له ادرسه يې خبيب اميري ته پرون د ستاينې غونډه هم جوړه کړې وه، وايي دا ډول کړنې نورو ځوانانو ته هم د وطن دوستۍ حس ورکوي او تشويقېږي چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
د معلوماتو له مخې، خبيب اميري تر دې وړاندې هم له بې وزله کورنيو سره د مرستې راټولولو، يتيمو ماشومانو ته د لباسونو ورکړې او يو شمېر نور خيريه فعاليتونه ترسره کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










