کابل (پژواک) – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمهوريغوښتونکو ګوند په منځمهالو ټاکنو کې له ماتې وروسته، د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند کېدو په موخه د ډونالډ ټرمپ له ادارې د استعفا په درشل کې دی.
د بریتانیا «ایندیپېنډنټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د جمهوريغوښتونکو ګوند او د بریتانیا د حکومت ځینو سرچینو ویلي چې روبیو ښايي له خپلې اوسنۍ دندې استعفا وکړي او د جمهوريغوښتونکو ګوند د ولسمشرۍ نوماندۍ لپاره سیالۍ ته چمتووالی ونیسي. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس په دې سیالۍ کې د هغه اصلي سیال بلل کېږي.
سرچینو ویلي چې د منځمهالو ټاکنو پایلو، چې له مخې یې جمهوريغوښتونکو په کانګرس کې د استازو جرګې او سنا کنټرول له لاسه ورکړی، د ټرمپ پر ادارې فشار زیات کړی دی. د راپور له مخې، روبیو د ټرمپ د کابینې له هغو شاوخوا پنځو غړو څخه دی چې ښايي له دغې ادارې ووځي.
د ایندیپېنډنټ د راپور له مخې، یوه امریکايي سرچینه وایي چې روبیو باید ځان د ایران له جګړې لرې کړي او د دې جګړې مسوولیت پر ټرمپ واچوي. د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس هم د ټاکنو له پایلو وروسته د جمهوريغوښتونکو د ماتې اصلي لامل د ایران جګړه بللې ده.
په راپور کې د بریتانیا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راغلي چې روبیو ښايي له منځمهالو ټاکنو وروسته په خپله دنده کې پاتې نه شي او د ولسمشرۍ لپاره پیاوړی نوماند دی. دغه چارواکي ویلي چې تمه لري روبیو د ۲۰۲۸ کال ټاکنو ته نوماند شي.
د راپور له مخې، روبیو په داسې حال کې د استعفا په اړه له ګومانونو سره مخ دی چې د ټرمپ د ادارې په بهرني سیاست کې یې په ځینو مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د منځني ختیځ او د اوکراین جګړې په تړاو، رول کمرنګ شوی او د ټرمپ ځانګړو استازو سټیون وېټکاف او جرد کوشنر د دغو چارو په سمبالښت کې ډېر نفوذ ترلاسه کړی دی.
خو روبیو د خپلې راتلونکې په اړه ګومانونه رد کړي او د روان کال په سپټمبر کې یې خبریالانو ته ویلي وو چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند کېدو لپاره اوس مهال کوم پلان نه لري او سل سلنه د خپلې اوسنۍ دندې پر ترسره کولو بوخت دی. هغه همدارنګه اشاره کړې وه چې که ونس نوماند شي، دی به له سیالۍ تېر شي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند ډیویس انګل د روبیو د احتمالي استعفا په اړه د ایندیپېنډنټ راپور رد کړی او هغه یې بېبنسټه او ناسم بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې دا ادعاوې د جوړو شویو او بېنومه سرچینو پر بنسټ خپرې شوې جعلي خبرونه دي.
#امریکا #مارکوروبیو #ډونالډټرمپ #ټاکنې










