Language

د تېلو بیه نن ۴،۷ سلنه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د سرو زرو، بورې، پټرول او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې، خو د وریجو بیه لوېدلې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۲ څخه ۷۳ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۴ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمد شریق وایي چې نن هم لکه تېره شنبې یو کیلوګرام ګاز په ۷۸ افغانیو پلوري.

په ورته مهال د بورې او غوړیو بیې هم لوړه شوې دي.

login or register a new account.