کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د سرو زرو، بورې، پټرول او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې، خو د وریجو بیه لوېدلې ده.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۲ څخه ۷۳ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۴ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمد شریق وایي چې نن هم لکه تېره شنبې یو کیلوګرام ګاز په ۷۸ افغانیو پلوري.
په ورته مهال د بورې او غوړیو بیې هم لوړه شوې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۶۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۶۵۰ افغانیو ته پورته شوې ده.
نوموړي وویل چې د یادو توکو بیې د واردتو د کمښت او هغو ته د تقاضا ډېروالي له امله لوړې شوې دي.
خو د هغه په ونیا، د تېرې شنبې په نسبت نن په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۶۰۰ افغانیو ۲۵۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.
صافي زیاته کړه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت کمېدو له امله د وریجو بیه راټیټه شوې ده.
هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېرې توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د یادو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۰۰ نه ۴۵۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۰۰ نه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو بیو له بدلون سره تړاو لري.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۰۰ افغانۍ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۲۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










