Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل پوهنتون محصلینو په ډېرې لېوالتیا خپل درسونو پیل کړل

د کابل پوهنتون محصلینو په ډېرې لېوالتیا خپل درسونو پیل کړل

author avatar
26 Feb 2022 - 19:41
د کابل پوهنتون محصلینو په ډېرې لېوالتیا خپل درسونو پیل کړل
author avatar
26 Feb 2022 - 19:41

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): له شپږو میاشتني ځنډ وروسته نن د دولتي پوهنتونونو درسونه بیا پیل شول؛ یو شمېر محصلین په شور او شوق خپلو درسونو ته حاضر شوي او د حکومت د دغه اقدام ستاینه کوي.

د پژواک خبري اژانس خبریاله ویدا فروتن د پوهنتونونو پیلېدو په اړه یو ځانګړی راپور جوړ کړی او د کابل پوهنتون له ځينو محصلینو سره یې مرکې کړې دي.

دغه محصلین په شور او شوق خپلو درسونو ته حاضر شوي وو، خو د ځینو استادانو د نه موجودیت خبره یې کوله او هیله یې څرګنده کړه چې هغه استادان چې هېواد یې پرېیښی، بېرته هېواد ته راشي او د هېواد د بچیانو په روزنه کې برخه واخلي.

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلې مریم مهري پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره خوشاله ده چې بېرته پوهنتون ته راغلې او درسونه یې پیل کړي دي.

هغې زیاته کړه: ((شپږ میاشتې مخکې چې رژیم تغییر وکړ، ټولې هیلې یې ماتې شوې او فکر مې وکړ چې اسلامي امارت موږ ته د درس او تحصیل اجازه رانه کړي، خو نن زموږ ځوانانو ناهیلۍ پای ته ورسېدې، ډېره خوشاله یم چې تحصیل کولای شم او روښانه راتلونکې ولرم.))

هغې زیاته کړه: ((نن لومړی ورځ ده چې موږ پوهنتون ته راغلو، دلته حاضر شوو، ټولې هغه پوښتنې چې فکر کې راسره پیدا شوې وې نن مې ځینو ته ځواب ترلاسه کړ، البته ټولو پوښتنو ځواب مې نه دی ترلاسه کړی، داچې درسونه مو څه ډول پیلېږي، درسونه به څه ډول دوام پیدا کړي، نن درسونه پیل نه شول او موږ ته یوازې تقسیم اوقات راکړل شو.))

نوموړې په ټینګار سره وویل: ((اصلاً مې د خپلو درسونو پیلېدو ته هیله نه درلوده، خو د درسونو په پیلېدو سره مې ژوند او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره نوې هیلي پیداکړې.))

نوموړې زیاته کړه چې پوهنتون ته د نجونو د راتلو په اړه ځيني تغییرات رامنځته شوي خو په ټوله کې ډېر بدلونونه نه ترسترګو کېږي.

مریم هیله منه ده چې د استادانو د کموالي په برخه کې شته ستونزې ژر حل شي او له وقفې پرته یې درسونه دوام پیدا کړي.

هغې زیاته کړه: ((هیله لرم چې له دې وروسته مو ژر تر ژره درسونه دوام وکړي، استادان حاضر شي، څو وکولای شو له وخت استفاده وکړو، تر څو مو له دې ډېر وخت ضایع نه شي.))

په ورته وخت کې د عایشې په نوم بله محصله چې د درسونو پیلېدل په نېک فال نیسي، د ځان او نورو ځوانانو راتلونکې روښانه ګوري.

هغې وویل: ((د پوهنتون چاپېریال بشپړ ښځينه شوی دی او دا زموږ لپاره ډېره ښه ده، موږ نجونې خوشاله یو او غواړو چې درسونه مو هيڅ وخت قطعه نه شي، موږ غواړو د نړۍ د نورو نجونو او ښځو په څېر پرمختګ وکړو.))

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د نړیوالو اړیکو د دویم سمستر محصلې عایشې تاشقرغاني پژواک ته وویل: ((نن د درسونو جریان لږ فرق کړی و، چاپېریال بشپړ ښځینه وو، له دې لحاظه خوشاله یو، لومړی مو هم حجاب درلود، اوس یې هم کوو، شکر چې درسونه مو پیل شول او د اسلامي امارت د تېر دور په څېر نجونې له زده کړو او تحصیلاتو بې برخې شوې نه دي.))

هغې د حکومت له دغه اقدام څخه مننه وکړه، له حکومتي مسوولینو یې وغوښتل چې د استادانو د کموالي د حل برخه کې اقدام وکړي، څو د دوی درسونه په عادي بڼه پر مخ لاړ شي.

نوموړې وايي: ((نن زموږ استادانو هڅه وکړه چې د شپږ میاشتې مخکې په څېر موږ ته بېرته انګېزه راکړي، وویل، درسونه مو په درېیو اوونیو کې عادي بڼه اخلي، د پام وړ بدلونونه وو خو له دې وضعې راضي یو، ان شاءالله چې ښه به تېر شي.))

عایشه وايي، په دغه پوهنځي کې د استادانو کمبود دی؛ ځکه یو شمېر استادانو له سیاسي بدلون وروسته هېواد پرېیښی دی.

هغې زیاته کړه: «زموږ ډېری استادان بهر ته تللي، د استادانو له جدي کمښت سره مخ یو، نارینه استادان موږ ته په مجبورۍ درس راکوي؛ ځکه چې د نړیوالو اړیکو ښځینه استاد نشته؛ زموږ په ډیپارټمنټ کې  د محصلانو شمېر ډېر کم و، نن زموږ په ټولګي کې نږدې نيمايي غير حاضر وو، له ۷۰ نجونو چې زموږ په ټولګي کې وې، لږ راغلې وو.»

هغې وویل: «له اسلامي امارته غواړم چې زموږ د درسونو کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي، استادان مو ښه استادان وي.

یوازې نجونې نه دي چې د پوهنتونونو پر بیا پیل خوښې دي؛ د کابل پوهنتون محصل وحيدالله هم وايي: «زه د درسونو په بیا پلېدو ډېر خوشحاله یم.»

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د څلورم کال محصل وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن د کابل پوهنتون د پیل لومړۍ ورځ ده؛ موږ د ډېرو ماشومانو د راتګ شاهدان یو چې راغلي څو بېرته درسونه پیل کړي؛ وضعیت په نورمال ډول دوام لري او هیله لرو چې زموږ په درسونو کې ځنډ رانه شي.»

نوموړي هم د ښوونکو د کمښت په اړه هم خبرې وکړې او غوښتنه یې دا ده چې استادان یې هېواد ته راستانه شي، با عزته ژوند اختیار واو خپلې ټولنې او خلکو ته د خدمت جوګه وګرځي.

د کابل پوهنتون د نشراتو امر رحیم الله تدیم پژواک ته وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د کړې ژمنې له مخې، نن د کب په ۷مه د سړو ولایتونو پوهنتونونه پیل شول او په عملي ډول یې خپل کورسونه پیل کړي دي.

د هغه په ​​وينا، د کابل پوهنتون درسونه په درېيو وختونو کې تنظيمېږ شوي دي؛ يعنې د سهار له اتو تر ۱۱ نيمو بجو پورې د نجونو لپار؛ د ماسپښین له یوې نیمې تر د مازدیګر تر څلور نیمو بجو پورې، د هلکانو لپاره.

نوموړي يادونه وکړه چې د شپې درسونه هم پيل شوي او د پخوا په څې دوام لري. ‎

Views: 64

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.