ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي

ننګرهار کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي

author avatar
27 Feb 2022 - 15:08
ننګرهار کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت استنادي دېوال جوړېږي
author avatar
27 Feb 2022 - 15:08

جلال اباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ټولګټو چارو رياست له خوا د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې په بشپړېدو سره به يې د سرخاب په نوم يو پول د سېلاب له اوبو وژغورل شي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د کب په ۸مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د يوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اوومې ناحيې اړوند سرخاب پُل ته څېرمه د ټولګټو چارو رياست په شاوخوا پنځه ميلیونه افغانيو مالي لګښت د اويا مترو په اوږدوالي د يوه استنادي دېوال جوړولو او د سرخاب پل د ځينو سيمو د بيارغولو چارې پيل شوې.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد له قوله راغلي چې په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او دېوال په ښه کيفيت جوړېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره به د پول او شاوخوا ځمکو ښه ساتنه وشي.

مولوي يارمحمد زياتوي، دغه پروژه به تر شپږو مياشتو دوام وکړي چې په کار بوختو ځوانانو ته به په کې مياشتنی معاش ورکول کېږي او د کورنيو لپاره به نفقه پيدا کوي.

په ياده پروژه کې په کار بوختو ځوانانو او د سيمې خلکو د کاري زمينې په برابرېدو او ځمکو خونديتوب په موخه د دغه دېوال په جوړېدو خوښي وښوده او د پروژې په ښه تطبيق او ساتنه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ملک اول خان- چې د سيمې قومي مشر دی- وايي، له کلونو راهيسې په دې سيمه کې د کابل سيند ځمکې تخريبولې او د سرخاب پول ته يې هم زيان رساوه چې د دغه دېوال په جوړېدو سره به يادې ستونزې حل شي.

د سرخاب پول د کابل- جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د جلال اباد ښار اړوند يو مهم پول دی چې په خرابېدو سره يې له ننګرهار سره د نورو ولايتونو مواصلاتي لارې هم بندېدلای شي.

Views: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.