ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر: د کورونو تلاشۍ دې ودرول شي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر: د کورونو تلاشۍ دې ودرول شي

author avatar
28 Feb 2022 - 11:57
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر: د کورونو تلاشۍ دې ودرول شي
author avatar
28 Feb 2022 - 11:57

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر، کابل او ځینو نورو سیمو کې د کورونو د تلاشۍ د درېدو غوښتنه کړې، خو افغان چارواکي وایي، دغه عملیات یې د امنیت د لا ټینګښت په موخه پیل کړي دي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر «وون برنت» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:«ویرول، د کورونو تلاشي کول او د بېلابېلو قومونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید ژر تر ژره و درول شي.»

ده د افغانستان سرپرست حکومت ته په خطاب کې لیکلي:«د پوتین له جګړې سره سره موږ تاسو هم څارو.»

نن څلورمه ورځ ده چې امنیتي ځواکونو د کابل او څو نورو نږدې ولایتونو په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، وایي په دغو عملیاتو کې به هیڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسيږي او له خلکو سره به ښه چلند کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د هغو «هر ډول غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو» نیول او له منځه وړل دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا مخکې کشف او څارل شوي دي.

همدا راز د کابل ځینې ښاریان، پیل شوي تصفیوي عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره ښه ګام بولي او د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دي، خو ځینې بیا له دې چارې خوښ نه دي، وایي له مشکوکو کورونو پرته نور باید تلاشي نه شي.

Views: 272

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.