ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظریفه غفاري: کابل ته په راتګ مې بېرته ځان پیدا کړ

ظریفه غفاري: کابل ته په راتګ مې بېرته ځان پیدا کړ

author avatar
28 Feb 2022 - 18:18
ظریفه غفاري: کابل ته په راتګ مې بېرته ځان پیدا کړ
author avatar
28 Feb 2022 - 18:18

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): د میدان ښار مخکنۍ ښارواله چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې بهر ته تللې وه بېرته هېواد ته راغلې او وايي، له ریا او هر ډول سیاسي، خارجي او پروژه يي موخو پرته هېواد ته راغلې څو خلکو ته خدمت وکړي.

ظریفه غفاري چې ۲۷ کاله عمر لري د دې ترڅنګ چې شاوخوا درې کاله یې د مخکني حکومت پر مهال د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړې د ملي دفاع وزارت په ملکي برخه کې یې هم کار کړی دی.

هغې تر سیاسي بدلون وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه له خپلې کورنۍ سره یو ځای هېواد پرېښود او المان ته لاړه، خو تېره ورځ (د کب په اتمه) بېرته کابل ته راغله.

غفاري له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، وروسته له هغې یې بهر ته د کورنۍ د غړو د ایستلو تصمیم درلود چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې یې پلار ترور شو. هغې وویل، پلار یې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو یو قوماندان و.

هغې المان ته د ځان او کورنۍ د تګ د څرنګوالي په اړه وویل: ((له کوم بنسټ سره تر همغږۍ پرته ما مخکې ویزه لرله، خو د کورنۍ غړو مې ویزې نه درلودې، د ترکیې او جرمني هېوادونو په مرسته له اسلام اباد څخه ترکیې او له هغه ځایه جرمني ته لاړو.))

غفاري چې د افغان ښځو د پرمختګ د معاونت موسسې رییس ده وايي چې کورنۍ یې المان کې ژوند کوي، خو خپله هېواد ته راغلې چې د موسسې چارو ته یې رسېدنه وکړي او له دې لارې خلکو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته خدمت وکړي.

نوموړې هېواد ته په راستیندو خوښه ده او وایي چې بې له کومې وېرې او ډار څخه راغلې ده.

هغې زیاته کړه: ((زه یوازې، له ریا او هر ډول سیاسي، بهرنیو او پروژه یي موخو پرته کابل ته راغلم.))

غفاري وايي: ((د کابل په پرېښودو مې ځان پرېښود او لاړم، خو په بیا راتګ مې ځان پیداکړ.))

هغې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې کابل ته له راتګ مخکې یې له اوسني حکومت سره اړیکه درلوده که نه، وویل: ((اړتیا نه لرم چې هېواد ته د راتګ لپاره له چا اجازه واخلم، ما دلته ژوند کړی، کور لرم، که کډواله شوم دا د زمانې جبر دی.))

خو غفاري دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د تل لپاره هېواد ته راغلې که بېرته المان ته ځي وویل: ((په دې اړه اوس دقیق معلومات نه شم ورکولای، د یوه ازاد، خپلواک او هغه افغان په څېر چې په دې هېواد پورې اړه لرم ځان ته حق ورکوم چې تصمیم ونیسم چې هېواد کې پاتې شم یا لاړه شم، او دا ډېر شخصي او فردي تصمیم دی.))

هغه وايي، د افغان ښځو د پرمختګ معاونت موسسه فعاله ده او تېره ورځ، کابل ته زما د راتګ په لومړۍ ورځ مو لسګونه بې سرپرسته او کونډو مېرمنو ته خوراکي توکي ووېشل.

دې د خپلې موسسې له لارې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته زیاته یې کړه: ((هیڅکله مې پروژه یي کار نه دی کړی، که څه هم کارونه مو لږ وه، خو خپل مې و او خوښېږي مې په همدې ډول صادقانه دوام ورکړم.))

غفاري د روان کال د سلواغې په ۱۲مه د ښځو حقونو له یو شمېر فعالانو سره د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپا پارلمان ناسته کې ګډون کړی و.

هغې په دې ناسته کې د ګډون په اړه وویل: ((… ومې غوښتل د افغان ښځو غږ واوسم. که څه هم نشم کولای د ډېرو افغان ښځو استازیتوب وکړم، هڅه مې وکړه لږ تر لږه د هغې درد ترجماني وکړم چې کورنۍ او ګاونډیان مې ورسره مخ دي.))

د راپورونو له مخې، ظریفې غفاري د افغان ښځو په اړه په یاده جوړه شوې غونډه کې ویلي و چې د افغانستان مخکني حکومت له نړیوالې ټولنې د پیسو او مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ښځو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړه او نړۍ د سولې په نوم افغان ولس یوازې پرېښود.

نوموړې په ​​کابل کې د نیول شوو ښځو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

غفاري له پژواک سره په مرکه کې د افغانانو پر يووالي ټينګار وکړ او له ټولو افغانانو يې وغوښتل چې د خپل هېواد د ابادولو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغې په هېواد کې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «نه غواړم چې د ما په څېر څو نورې ظریفې هم یتیمې شي او میاشتې میاشتې د خپل پلار قبر ته سترګې په لاره او پر ځان مرګ قبول کړي او ساعتونه د خپل پلار د قبر تر څنګ کښېني او وژاړي.»

هغې د امریکا له خوا د افغانستان کنګل شوو پیسو ته په اشارې وویل: «له بده مرغه امریکا یو ځل بیا د افغانستان خلک د هغه څه لپاره قرباني کړل چې دوی یې مسوولیت نه درلود او اړتیا ده، پر لا زیاتو مرستو تمرکز وشي، مرستو، بشري خدمتونو، روغتیا او بشري وضعیت ته ډېره رسېدنه وشي چې امریکا غواړي له دې موضوع ځان لرې وساتي او تل هڅه کوي، څو زموږ پیسې هغو کسانو ته ورکړي چې له موږ سره هیڅ تړاو نه لري.»

نوموړې د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: «ای کاش چې موږ افغانانو کولای شوای په خپله پرېکړه وکړو او هغه عملي کړو او اړتیا مو نه درلودای چې د امریکا د تعامل په تمه شو.»

هغه د ښځو د حقونو او په دې برخه کې د حکومت د کړنو په اړه وایي: «د یوې ښځې په توګه، د یوه داسې کس په توګه چې مسلمانه یم، د افغانستان ټولو دیني او اسلامي اصولو او ملي عنعناتو ته د زړه له کومې درناوی لرم او منم یې. درس وایم زما حق دی؛ دا ستاسو (حکومت) کار دی چې څنګه چاپیریال برابروې، انساني، اسلامي او ملي حقونه ته رسېدنه د دولت په توګه ستا دنده ده.»

د طلوع خصوصي ټلوېزیون پخوانۍ خبریالې انسیې شهید د غفاري په اړه یوه ټویټ کې لیکلي: «ژړل دې او زارۍ دې کولې چې د هوایي ډګر د دروازې شاته پاتې شوو؛ ژوند مې په خطر کې دی؛ طالبان مې وژني. کله چې ته لاړې، په ټوله اروپا کې دې غالمغال جوړ کړ چې طالبانو زما پلار وواژه؛ پر ما او زما پر کوژدن یې برید وکړ او اوس کابل ته لاړې؟ څه خدمت کوې؟»

ظریفې غفاري د انسیه شهید د دغو خبرو په ځواب کې وویل: «انسیه جان شهید زه دې درک کوم؛ په تمامه مانا؛ خو کاش زه مو درک کولای په تمامه مانا.»

هغې زیاته کړه: «که چا راباندې ثابته کړه چې زه دلته د کومې معاملې لپاره راغلې یم؛ ستاسو په پړي د کابل په چوک کې خپل ځان پر دار کوم.»

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.