ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې یوې راډیو د مالي امکاناتو نشتوالي له امله خپرونې ودرولې

لغمان کې یوې راډیو د مالي امکاناتو نشتوالي له امله خپرونې ودرولې

author avatar
2 Mar 2022 - 11:39
لغمان کې یوې راډیو د مالي امکاناتو نشتوالي له امله خپرونې ودرولې
author avatar
2 Mar 2022 - 11:39

مهترلام (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): په لغمان کې د خيبر نوښت په نوم د يوې خصوصي راډيو مسوولين وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې خپرونې بندې کړې دي.

د راډيو مسوولين وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې همکارانو ته معاشونه نه دي ورکړي او نه يې هم د راډيو نور لګښت پوره کولای شو.

د يادې راډيو مسوول مدير کيهان محمدزي د کب په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د خيبر نوښت په نوم راډيو خپلې خپرونې ځکه بندې کړې چې اقتصادي ستونزې يې درلودې.

هغه زياته کړه: ((موږ په راډيو کې ۱۲ همکاران درلودل چې دوه يې ښځې او نور نارينه وو، له تېرو شپږو میاشتو راهيسې مو ورته معاش نه دی ورکړی، حتی دومره پیسې نه وې چې د دفتر مصارف يې پوره کړی وای. د راډيو بنسټګر وويل چې نوره راډيو بنده کړئ، نو ځکه مو خپرونې بندې کړې.))

دی وايي، د جمهوريت پر مهال ورسره ۲۴ کسانو کار کاوه چې ۴ يې ښځې وې، خو د جمهوريت له سقوط سره سم دغه راډيو د دوو مياشتو لپاره ځکه بنده وه چې د راډيو په دفتر کې د اوسني نظام يوه قوماندان قرارګاه جوړه کړې وه.

په لغمان کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول ميرويس خواخوږی وايي چې دغه راډيو د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې خو دوی هڅه کوي چې د خپل مرکزي دفتر له لارې په ټول هېواد کې د راډيوګانو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

نوموړی هم وايي چې خيبر نوښت راډيو د دوو مياشتو لپاره ځکه د جمهوريت له سقوط وروسته تړل شوې وه چې د راډيو دفتر د اوسني نظام د يوه قوماندان له لوري په کې نظامي مرکز جوړ شوى و.

خو دى زياتوي چې د مصونيت کمېټې په هلو ځلو قوماندان له دفتره بهر کړای شو او راډيو بېرته خپل نشرات پيل کړل خو تازه يې بېرته د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې درولې دي.

د يادونې ده، په ختيځ زون کې د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه شاوخوا لسو راډيوګانو خپلې خپرونې درولې دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.