Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته څه باندې ۶۷۵زره کسان بېځایه شوي

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي چې پر اوکراین د روسیې له نظامي برید وروسته له دغه هېوداه شاوخوا ۶۷۵زره کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال کلي کلیمنټر پرون په یوه ټويټ کې ویلي چې دغه شمېر کسان د اوکراین ګاونډیو هېوادړنو ته ګډوال شوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۵۰زره کسان د روسیي ځواکونو له لوري د توغندیو او نظامي بریدونو له وېرې له یاد هېواده وتلي دي.

دغه سازمان اټکل کړی چې په اوکراین کې ۱۲ میلیونه کسان مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې تر څلور میلیون ډېر اوکرایني کډوال ښايي په راتلونکو میاشتو کې په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړ او مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول مارټین ګریفیټس دغه وضعیت د اوکراین د خلکو لپاره «تر ټولو تیاره شېبې» بللې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.