کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي چې پر اوکراین د روسیې له نظامي برید وروسته له دغه هېوداه شاوخوا ۶۷۵زره کسان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال کلي کلیمنټر پرون په یوه ټويټ کې ویلي چې دغه شمېر کسان د اوکراین ګاونډیو هېوادړنو ته ګډوال شوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۵۰زره کسان د روسیي ځواکونو له لوري د توغندیو او نظامي بریدونو له وېرې له یاد هېواده وتلي دي.
دغه سازمان اټکل کړی چې په اوکراین کې ۱۲ میلیونه کسان مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې تر څلور میلیون ډېر اوکرایني کډوال ښايي په راتلونکو میاشتو کې په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړ او مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول مارټین ګریفیټس دغه وضعیت د اوکراین د خلکو لپاره «تر ټولو تیاره شېبې» بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراين د روسيې هوايي او ځمکني عمليات د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شول او تر اوسه دوام لري چې په ترڅ کې يې سلګونه کسان وژل شوي هم دي.
په ورته مهال لوېدیځ، د بشري حقونو سازمانونو او نورو هېوادونو له روسیې غوښتي چې خپل بریدونه ودروي کنه نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










