کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰): د نړۍ مشهور سست توپ اچوونکی (سپنر) د اسټرالیا شېن وارن د ۵۲ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.
د هغه مدیریتي شرکت وايي، شین وارن پرون د تایلینډ په کوه ساموۍ کې په خپل کور کې مړ شوی.
دوی وايي، “په ډېرې خواشینۍ سره موږ دا اعلان وو چې شېن کیت وارن د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.”
شېن وارن د ۱۹۹۹ کال د ۵۰ اوره لوبو نړیوال جام وګاټه او د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې په ۱۹۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۹۳ لوبغاړي وسوځول.
دی په ۲۰۰۷ کال کې له نړیوالو سیالیو تقاعد شو.
نوموړي د خپل کرېکټ ۱۵ کلن لوبيز ژوند په ۱۵۴ ټېسټ لوبو کې ۷۰۸ ویکټې اخیستې دي چې د نړۍ په کچه په دويم نمبر تر ټولو ډېرې وېکټې دي.
وارن تر ۲۰۱۳ کاله په تجارتي شل اوریزو لوبو کې لوبېده خو له هغه وروسته د کرېکټ له هر ډول سیالیو څخه لاس په سر شو.
وروسته یې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله او ترڅنګ یې په ځینو لوبو کې د کرېکټ مبصر په توګه هم کار برخه اخیسته.
د نړۍ په کچه بېلابېلو لوبغاړو د شېن وارن په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.
د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان پر ټوېټر پاڼه ليکلي، باور مې نه راځي چې شېن وران دې مړ شوی وی. دی د کرېکټ ريښتينی اتل او د نړۍ په کچه د ډېرو کسانو لپاره الهام بښوونکې انسان و.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن