هرات ( پژواک، ۱۴ حوت۱۴۰۰): د هرات ولایت امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند محمود رسولي یاده پېښه پژواک خبري اژانس ته تایید کړه او ویې ویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دغه ولايت د انجيل ولسوالۍ په «خواجه سرمه» کلي کې شوې ده.
ده زياته کړه، وژل شوي چې شمېر يې پنځه کسان دي، ټول د يوې کورنۍ غړي وو، په دوی کې درې ماشومان، یوه ښځه او یو بوډا سړی شامل دي.
هغه په داسې حال کې چې وایي دغه کسان د وسله والو له لوري وژل شوي، زیاته کړه: «د دغې کورنۍ غړي په ډېرې بې رحمې سره وژل شوي دي.»
د رسولي په خبره، له پېښې سره هم مهاله امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او د موضوع په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
رسولي زیاتوي، له سیمې، شاهدانو او د دې کورنۍ له خپلوانو څخه د بررسۍ ډلې لومړنۍ څېړنې ښيي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي مسعود هم پژواک ته وویل چې یاد کسان تېره شپه په ډزو سره وژل شوي دي.
یاد کس د پېښې د لامل په اړه جزئیات نه لري، خو ويې ویل چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
Views: 134
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن