ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
7 Mar 2022 - 17:37
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
7 Mar 2022 - 17:37

کابل (پژواک، ۱۶ کب ١٤٠٠): عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي او یوه کس د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۱۵۲۱ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۲۴۸ کسانو نتیجه مثبت وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي په دې اړه چې کوم ولایت کې څومره مثبتې پېښې ثبت شوې، معلومات ور نه کړل.

نوموړی وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۶۳ کسان له کرونا ښه شوي دي.

د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د هغه په خبره، تر اوسه هېواد کې څه باندې ۱۷۵ زره د کرونا مثبت پښېې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۵۷زره کسان له کرونا جوړ شوي، ۷۶۲۶ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.