کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق له ۳۸ کلونو وروسته له جرمني افغانستان ته راغی.
سلطان مسعود دقیق په اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو کې بشري او پرمختیايي پروژوې پلې کړې او په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د المان د فدرال ولسمشر له خوا د لومړي افغان په توګه د وړتیا یو مډال هم ورکړل شوی دی.
هغه- چې د مرستو په جلب او د پرمختیايي پروژو په پلې کولو کې له ځانګړو تجربو او مهارتونو برخمن دی- تېره ورځ له المانه افغانستان ته راستون شو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې هرکلی وشو.
هغه د کابل په هوایي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وویل: “افغانستان زموږ او ستاسو پلرنی هېواد دی، ډېر زیات خوشاله یم، له سفره مې موخه دا ده چې په خپل هېواد کې د دوستانو او د افغانستان له خلکو سره وګورم.”
هغه زیاته کړه چې غواړي له سرپرست حکومت سره د سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP