ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انکشافي پروژو برخه کې تجربه لرونکی افغان وروسته له ۳۸ کلونو هېواد ته راستون شو

د انکشافي پروژو برخه کې تجربه لرونکی افغان وروسته له ۳۸ کلونو هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق له ۳۸ کلونو وروسته له جرمني افغانستان ته راغی.

سلطان مسعود دقیق په اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو کې بشري او پرمختیايي پروژوې پلې کړې  او په  ۱۳۹۴ لمریز کال کې د المان  د فدرال ولسمشر له خوا د لومړي افغان په توګه د وړتیا یو مډال هم ورکړل شوی دی.

هغه- چې د مرستو په جلب او د پرمختیايي پروژو په پلې کولو کې له ځانګړو تجربو او مهارتونو برخمن دی- تېره ورځ له المانه افغانستان ته راستون شو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې هرکلی وشو.

هغه د کابل په هوایي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وویل: “افغانستان زموږ او ستاسو پلرنی هېواد دی، ډېر زیات خوشاله یم، له سفره مې موخه دا ده چې په خپل هېواد کې د دوستانو او د افغانستان له خلکو سره وګورم.”

هغه زیاته کړه چې غواړي له سرپرست حکومت سره د سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړي.

Visits: 2855

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.