Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال یو شمېر پوځي وسایط نیول شوي

مهترلام (پژواک، ١٦ کب ١٤٠٠): د لغمان امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د تصفيوي عملياتو پر مهال يو شمېر پوځي وسايط نيول شوي دي.

د ۲۰۱ خالد ابن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي نن پژواک ته وویل چې یاد تصفوي عملیات تېره شپه د لومړۍ پلې لوا له لوري د مرکز اړوند د حسين خېلو په سيمه کې ترسره شوي دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال دوه هاموې ټانکونه، يو دفع هوا ټانګ او دوه رينجر موټر ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه وسايط د تېرې ادارې د سقوط پر مهال د يو شمېر مغرضو کسانو له لوري په ماهرانه ډول غلا شوي وو چې له ترلاسه کېدو وروسته لومړۍ پلې لوا ته ولېږدول شول.))

ده زياتوي چې د لا ډاډمن امنیت په خاطر یاد چاڼیز عملیات دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.