Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او روسیې ترمنځ الوتنې په نږدې راتلونکي کې بېرته پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ الوتنې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پیل شي.

د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان او روسیې هېوادونو استازو دوه ورځې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو بېرته پیلولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وایي، دغه خبرې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیداالله اخندزاده او د روسیې د استازي ترمنځ شوې او ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

مخکې له دې د روسيې خبري اژانس سپونټنیک هم ویلي وو چې په کابل کې د دواړو هېوادونو د استازو  ترمنځ د الوتنو د پیلېدو په اړه خبرې شوې وې.

د یادو هېوادونو استازي په داسې حال کې د الوتنو د بېرته پیلېدو په اړه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د اوکراین د موضوع په اړه د روسیې اړیکې له غربي هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا سره خرابې شوې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.