Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نجلۍ امنه نومېده او مړی یې په یاده سیمه کې د روانې کب میاشتې په ۱۱مه موندل شوی دی.

هغه په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې تر دې دمه په دې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.