Language

د بغلان مدني فعالانې: حکومت دې ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي

پلخمري (پژواک، ١٧ کب ١٤٠٠): په بغلان کې لسګونو ښځینه مدني فعالانو له حکومته ښځو ته د کار او زده کړو د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د بغلان په مرکز پلخمري کې د ښځو حقوق د اسلام له نظره تر سرليک لاندې جوړه شوې وه.

د غونډې د ګډونوالو له ډلې مدني فعالې زهرا کریمي وویل، خوشحاله ده چې له څو مياشتو وروسته، سره راټولېږي او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي.

هغې د نوي حکومت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې ښځو ته د زده کړو او کار کولو زمينه برابره کړي.

login or register a new account.