پلخمري (پژواک، ١٧ کب ١٤٠٠): په بغلان کې لسګونو ښځینه مدني فعالانو له حکومته ښځو ته د کار او زده کړو د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د بغلان په مرکز پلخمري کې د ښځو حقوق د اسلام له نظره تر سرليک لاندې جوړه شوې وه.
د غونډې د ګډونوالو له ډلې مدني فعالې زهرا کریمي وویل، خوشحاله ده چې له څو مياشتو وروسته، سره راټولېږي او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي.
هغې د نوي حکومت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې ښځو ته د زده کړو او کار کولو زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن