Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټر چلوونکي د جلال اباد- تورخم سړک له تنګوالي شکایت کوي

جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار ځیني خلک او د جلال اباد- تورخم لويې لارې موټر چلوونکي شکايت کوي چې د دې لارې د تنګوالي له امله ډېرى وخت ترافيکې پېښې رامنځته کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې بايد پاکستان له افغانانو سره خپله ژمنه پوره کړي او د جلال اباد- تورخم دويم لين سړک د جوړېدو کارونه بشپړ کړي.

په همدې حال کې د پاکستان سفير په خپلو تازه څرګندونو کې د ننګرهار له خلکو سره ژمنه کړې چې د دغه سړک د جوړېدو کارونه به ډېر ژر پيل شي.

د جلال اباد- تورخم لويې لارې موټر چلوونکي محمد نبي پژواک ته وويل چې لومړی لين سړک ډېر تنګ دی او د دوېيم سړک جوړېدو کارونه چې کلونه وړاندې پيل شوي، تر اوسه نه دى بشپړ شوي.

هغه غوښتنه وکړه چې پاکستان دې له افغانانو سره کړې ژمنه پوره کړي او د جلال اباد- تورخم لويې لارې کارونه دې بشپړ کړي.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله هم وويل چې د لارې تنګوالي له امله ډېرى وخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

دی وايي، حکومت بايد له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او  جلال اباد- تورخم لويې لارې د جوړېدو کړې ژمنې دې پرې عملي کړي.

بل پلو، د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد هم وايي چې پاکستاني چارواکو ورسره د ياد سړک د نيمګړو پاتې چارو د بشپړېدو ژمنه کړې ده.

هغه زياته کړه، که پاکستاني چارواکي دا ځل هم د دغه سړک چارې پيل نه کړي، دوی به يې خپله د جوړېدو چارې پيل کړي.

بلخوا د پاکستان سفير منصوراحمد خان ننګرهار ته د سفر پر مهال وويل چې د دغه سړک د جوړېدو کارونه به ډېر ژر پيل شي.

هغه زياته کړه: ((زه منم چې د جلال اباد- تورخم دويم لین سړک چې چارې يې په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوې وې، تر اوسه نه دي بشپړې شوې خو د پاکستان حکومت ژمن دی چې د دغه سړک نیمګړې چارې بشپړې کړي.))

د يادونې ده، په تېر کې هم څو ځلې پاکستان د دغه سړک د نيمګړو چارو بشپړېدو ژمنه کړې، خو عمل يې پر نه دی کړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.