کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، ژغورل شوی کس جهادګل د څلورو کسانو له خوا تښتول شوی چې ټول امنیتي ځواکونو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې په کابل ښار کې کور په کور پلټنې پیل کړې او وایي چې دا کار د امنیت د ښه ټینګښت په موخه کوي.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن