ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: اوکراین دې د قدرتونو ترمنځ لوبو کې نه ښکېلېږي

حامد کرزی: اوکراین دې د قدرتونو ترمنځ لوبو کې نه ښکېلېږي

author avatar
10 Mar 2022 - 00:50
حامد کرزی: اوکراین دې د قدرتونو ترمنځ لوبو کې نه ښکېلېږي
author avatar
10 Mar 2022 - 00:50

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې اوکراین باید د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او اجازه ورنه کړي چې ستر قدرتونه به دغه هېواد کې نیابتي جګړه پر مخ بوځي.

د امریکا د راپور له مخې، کرزي له (هندو) ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: "زموږ په څېر هېوادونه، افغانستان او اوکراین باید د سترو ځواکونو په لوبو کې دخیل نه شي؛ نتیجه یې دا ده چې تل تر پښو لاندې شوي."

هغه له روسي یرغل سره د مقابلې لپاره اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو ورتلو ته په اشاره ویلي که د اوکراین د مشر پر ځای وای، دغه کار ته یې دوام نه ورکاوه.

کرزي زیاته کړې: "بهرني جنګیالي افغانستان ته هم راغلل او افغانستان ته د هغو لکه القاعده او اسامه بن لادن او نورو د راتګ نتیجه مو ولیده...تر ننه ترې رنځېږو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.