ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی وایي، دی او ډاکټر عبدالله بهر ته سفر نه شي کولای

کرزی وایي، دی او ډاکټر عبدالله بهر ته سفر نه شي کولای

author avatar
10 Mar 2022 - 13:55
کرزی وایي، دی او ډاکټر عبدالله بهر ته سفر نه شي کولای
author avatar
10 Mar 2022 - 13:55

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، له افغانستان څخه بهر ته د ده او ډاکټر عبدالله پر سفر بندیز دی، خو په افغانستان کې دننه هر ځای چې وغواړي تللی شي.

له هغه وروسته چې د زمري په ۲۴مه مخکنی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون ډېر شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي له افغانستان څخه ووتل.

خو پخوانی ولسمشر کرزي او د پخواني حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ځینې نور له افغانستان څخه ونه وتل او دا مهال په افغانستان کې دي.

حامد کرزي تېره ورځ، د ایران له العالم خبري شبکې سره په مرکه کې  له هېواد څخه د هغه د بهرنیو سفرونو د ممنوعیت په اړه، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هو، په هغو سفرونو کې چې ټاکل شوې وه، له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې ولرم، البته په جداګانه ډول، ستونزې وې، هیله من یم چې هغه ستونزې لرې شي، خو په هېواد کې دننه، د کابل ښار کې دننه زموږ تګ راتګ آزاد دی، خلک زموږ لیدنې ته راځي، زه او عبدالله عبدالله له یو بل سره ملاقاتونه کوو او په کابل ښار کې هر ځای چې وغواړو تلای شو.»

کرزي زياته کړې: «هیله مې دا ده چې افغاستان ډېر ژر د يو داسې حکومت خاوند شي، چې د افغانستان ټول خلک په هغه کې خپل استازی وويني.»

حکومتي سرچینو تراوسه بهر ته د کرزي او عبدالله د سفرونو په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 1060

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.