Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیفه حقاني: عمومي عفوې سره مو د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې سره په لیدنه کې ویلي چې حکومت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې مېشل بیشلټ سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې ، ددې لیدنې پرمهال بیشلټ ومنله چې افغانستان کې له روانو ستونزو، یو شمېر یې د تېرې ادارې میراث او د ځینو ننګونو لامل د اقتصادي منابعو کمښت دی،

هغې ویلي : “موږ دې برخه کې د مرستې په هڅه کې یو.”

مېشل عفوه د ملي پخلاینې لپاره لوی ګام وباله او هیله یې وښوده چې بشري حقوقو ساتنې ته لا پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، خلیفه سراج الدین حقاني  ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی، نړیوالو سره د اعتماد سازۍ لپاره د دوحې تړون یو مثبت اصل دی،  هیواد یې چاته تهدید نه دی او هڅه کوي تر څو هغو ضمني ستونزو ته هم حل ومومي چې تر نړیوالو رسیږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.