کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او امریکا پلاوو هوکړه کړې چې د افغانستان ۳.۵ میليارده هغه ډالر د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي چي د امريکا د محکمي له دعوې ازاد شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴مه د افغانستان تېر حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د افغانستان څه باندې نهه میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه او پر افغانستان ځیني نور محدودیتونه هم ولګول شول.
خو د سلواغې په ۲۲ مه د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو یو اجرايي فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ووېشل شوه.
د فرمان له مخې، د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکول کېدې او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
تېره چهارشنبې (د کب ۱۸مه) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په ترکیه کې د انتالیا په ډېپلوماتیک فورم کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره ورځ د ترکيې په انتالیا ښار کي د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ويسټ او مل پلاوی سره ولېدل.
سرچېنې لیکلي چې دواړو اړخونو د افغانستان د روان سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه تفصيلي خبري کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان او امريکا دواړو لوريو توافق وکړ چي د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵میليارده ډالر چې د امريکا د محکمي له دعوې څخه ازاد شوي، په هېڅ صورت به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي. د افغانستان لوري ټينګار وکړ چي همدا درې نیم ملیارده او هغه نوري پاتې درې نیم میلیارده دې ټولي ازادې او د افغانستان بانک په اختیار کی دې ورکړل شی، ځکه چې د افغانستان ټولې بهرنۍ شتمنۍ د افغانستان د ملت حق دی او يوازې هغوی حق لري چي په اړه يې پرېکړه وکړي.»
متقي ویلي چې د افغانستان په شتمنیو کي هر ډول تصرف به د دواړو هېوادونو پر اړېکو ناوړه اغیز وکړي.
Views: 480
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن