Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: له افغانانو سره دې د نړۍ د نورو انسانانو په څېر تعامل وشي

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې د افغانستان حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې باید په رسمیت وپېژندل شي او زیاته کړې یې ده چې له افغانانو سره باید هغسې تعامل وشي چې د نورې نړۍ له انسانانو سره کېږي.

هغه د ترکیې د انتالیا فورم ناستې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

متقي وویل چې د یادو پیسو په خلاصون کې باید له افغان ولس سره مرسته وشي؛ ځکه چې مشروع حق یې دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې چې د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو لپاره خپل ټول شرایط بشپړ کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.