کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې د افغانستان حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې باید په رسمیت وپېژندل شي او زیاته کړې یې ده چې له افغانانو سره باید هغسې تعامل وشي چې د نورې نړۍ له انسانانو سره کېږي.
هغه د ترکیې د انتالیا فورم ناستې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
متقي وویل چې د یادو پیسو په خلاصون کې باید له افغان ولس سره مرسته وشي؛ ځکه چې مشروع حق یې دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې چې د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو لپاره خپل ټول شرایط بشپړ کړي دي.
ده زیاته ویلي چې له افغانانو سره باید هغه تعامل وشي چې د نړۍ له نورو انسانانو سره کېږي.
د هغه په وینا، نړیوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه چې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا د ټرانزیټ حیثیت لري او اوس پانګونې ته هم شرایط برابر شوي او بشپړ امنیت تامین شوی دی.
متقي وویل چې د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې له نړۍ سره نورمالې اړیکې غواړي.
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د یادې ناستې په څنډه او د ترکیې د ولسمشر رجب اردوغان له خوا د ورکړل شوې مېلمستیا پر مهال امیرخان متقي د ګڼو هېوادونو له استازو او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










