کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰) : د هندوستان ددفاع وزارت منلې ده، چې تیروتنې سره یې یو توغندۍ د پاکستان په لوري توغولی و.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو، چې د هندوستان له لوري توغول شوي یو (شی) د پاکستان د پنجاب ایالت اړونده میا چنو سیمه کې لکیدلی ، ځاني زیان یې نه درلود، خو د خلکو املاکو ته یې زیانونه اړولي دي.
پاکستان په اسلام اباد کې د هندوستان د سفارت استازی د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او په دې اړه یې ترې سپیناوی غوښتی و.
اوس د هندوستان ددفاع وزارت منلې ده، چې یو توغندۍ د تیروتنې له امله د پاکستان په لوري توغول شوی و او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې ( دمارچ په نهمه) د تخنیکي ستونزو له امله دا توغندۍ توغول شوی و .
د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پيښې داندیښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلودل.
Views: 2463
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP