کابل (پژواک، ٢٢ کب ١٤٠٠): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس وايي چې د دغه کمېسيون يو شمېر وسايل د خلکو او پخوانيو کارکوونکو له لوري وړل شوي خو ځيني يې بېرته ترلاسه شوي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس مولوي هدايت الله هدايت د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له تحول وروسته د دغه کمېسيون ځیني وسايل د خلکو، پخوانيو کارکوونکو او مجاهدينو له لوري وړل شوي دي.
دى وايي چې له مجاهدينو او حاضرو کارکوونکو وسايل بېرته ترلاسه شوي خو د کمېسيون هغه کارکوونکي چې له هېواد بهر تللي، له هغوی سره اوس هم وسايل پاتې دي.
هغه زياته کړه: ((مجاهدینو یواځې موټر د ساتنې په موخه بیولي وو چې بېرته ترې لاسه شوي او د کمېسيون ځيني نور موټر بيا بل ځاى ته انتقال شوي چې ډېر يې بېرته راټول شوي خو يواځې دوه موټر يې پاتې دي چې هغه هم په بل ولايت کې دي چې سبا بله ورځ به راوړل شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کمېسيون پخواني کارکوونکو کمپېوټرونه له ځان سره وړي وو چې بېرته ترې راټول شوي دي.
هدايت د پژواک د يوې پوښتنې په اړه وويل: ((کمېسيون ته چې کوم صلاحيت مخکې ورکړل شوى، اوس هم هماغه صلاحيت لري.))
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس دا هم وويل چې دا مهال کمېسيون په کرايي کور کې خپلې چارې پر مخ وړي خو هڅه روانه ده څو يو دولتي ځاى ته انتقال شي او له هغه وروسته بېرته د فعاليت د پيل اعلان هم وکړي.
دغه راز هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا مهال دوى نوو کارکوونکو ته اړتيا نه لري، هماغه پخواني کارکوونکي چارې سمبالوي.
دى زياتوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په تېر کې له خپل صلاحيت سره سم فعاليت نه دى کړى؛ ځکه عامو خلکو تر ډېره ورته لاسرسى نه درلود.
د هغه په خبره چې دا ځل به د کمېسيون د صلاحيتونو او فعاليتونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوى وشي؛ څو خپلې ستونزې شريکې کړي او د حل لپاره يې اقدام وشي.
د يادونې ده، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ١٣٩٦ کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري توشيح شوى دى.
د همدغه قانون د ١٨مې مادې له مخې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون اطلاعاتو د لاسرسي د حق تامينولو په منظور د دغه قانون له حکمونو سره سم د ښځو او نارينه وو په ګډون د پنځو غړو په ترکيب رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP