Language

په غور کې یو سړی په مرموز ډول وژل شوی

فیروزکوه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یې یو مړی چې په مرموز ډول وژل شوی، موندلی دی.

د غور ولایتي روغتون رییس عبدالاحد نوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن سهار د یوه سړي جسد چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم، د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته راوړل شوی او پر بدن یې ژور ټپونه لیدل کېږي.»

د نوموړی په خبره چې دغه مړی د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته وروړل شوی دی.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس دغه وژنه تاییدوي خو وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس څوک دی او په څه دلیل وژل شوی دی.

login or register a new account.