فیروزکوه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یې یو مړی چې په مرموز ډول وژل شوی، موندلی دی.
د غور ولایتي روغتون رییس عبدالاحد نوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن سهار د یوه سړي جسد چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم، د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته راوړل شوی او پر بدن یې ژور ټپونه لیدل کېږي.»
د نوموړی په خبره چې دغه مړی د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته وروړل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس دغه وژنه تاییدوي خو وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس څوک دی او په څه دلیل وژل شوی دی.
هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د فیروزکوه یوه اوسېدونکي چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل، امنیتي ځواکونو د دغه کس جسد د فیروزکوه ښار په دره قاضي سیمه کې موندلی او روغتون ته یې انتقال کړی دی.
نوموړی وایي، وژل شوی کس یارمحمد نومېږي او د فیروزکوه ښار د «سوخته» سیمې اوسېدونکی و.
  . . .










