کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰) : د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي چې په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېره زیاته شوې چې اوس مهال هلته د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر شاوخوا شپږ میلیون کسانو ته رسیږي.
دغه سازمان د کب په ۲۱مه، پخپل راپور کې ویلي چې د دوی وروستۍ څيړنې ښيي چې اوس مهال پنځه میلیونه ۸۳۲زره ۴۵۴ کسان په ټول افغانستان کې بېځایه شوي دي.
دغه سازمان په افغانستان کې د یادو کسانو د بېځایه کېدو لامل جګړې او وچکالي یاده کړې او زیاته کړې ده چې د دغه بېځایه شوو کسانو یوه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي له په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شو کسانو شمېر په بېساري توګه لوړ شوی دی او همدارنګه ۲۰۲۱ میلادي کال هم د تاوتریخوالي له امله د داخلي بېځایه شوو کسانو لپاره له ستونزمنو کلونو څخه و.
د دغه راپور په اساس، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱/۳ میلیون کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پوري شاوخوا اته میلیون او ۵۰۰ زره کسان بیرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.
یاد سازمان پخپل راپور کې ویلي چې په تیرو ۱۱ کلونو کې څه باندې څلور میلیون او ۵۱۹زره کسان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.
دغه سازمان له هیواد څخه د افغانانو د وتلو عمده لامل، په افغانستان کې د جګړې زیاتوالی او اقتصادي ستونزې په ګوته کړي دي او زیاته کړې ده چې د دغه کډوالو زیاته برخه ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن