Language

متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر اقتصادي اړیکو غږېدلی

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې پلې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه) د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي‎ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

سرچينه لیکلي، په دې کتنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر تجارتي، اقتصادي او په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه خبرې وشوې.

سرچينې د کاملوف په حواله کښلي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې عملي کړي.

login or register a new account.