منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر اقتصادي اړیکو غږېدلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې پلې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه) د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي‎ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

سرچينه لیکلي، په دې کتنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر تجارتي، اقتصادي او په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه خبرې وشوې.

سرچينې د کاملوف په حواله کښلي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې عملي کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ویلي چې د نړۍ په چټک بدلېدونکي سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت کې باید د سیمې هېوادونه یو پر بل اعتماد زیات کړي، څو دغه سیمه د جګړو او سیاسي اختلافاتو له منفي اغېزو وژغورل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد