کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د مشرانو جرګې مخکنی رییس فضل هادي مسلمیار د اشرف غني حکومت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره له هېواده بهر سفر کړی دی.
مسلمیار ته نږدې سرچینو پژواک ته تایید کړه چې نوموړی دوبۍ ته په سفر تللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې عالي شورا مخکنی مشر ډاکټر عبدالله او د مشرانو جرګې مخکنی رییس مسلمیار هغه سیاستوال دي چې طالبانو بهر ته د سفر اجازه نه ورکوله.
د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود، خو مسلمیار او ګڼ نور چارواکي په افغانستان کې پاتې شول.
پژواک ته په رسېدلي انځور کې ښکاري چې مسلمیار په دوبۍ کې له خپل زوی سره ناست دی.
سرچینه وایي چې مسلمیار دوبۍ ته د یوې اوونۍ لپاره سفر کړی دی.
Views: 620
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن