کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): پر اوکراین د روسیې د برید په ۱۹مه ورځ روسیې له چینه مالي او د وسلو مرسته غوښتې، په ورته وخت کې امریکا ویلي چې د ناټو پر قلمرو هر ډول برید به د بشپړ ایتلاف له ځواب سره مخ شي.
له دې سره هم مهاله د اوربند لپاره د فرانسې ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري؛ د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسيې یرغل پر وړاندې د اوکراین دفاعي توان لوړېدو لپاره د انتخابونو ارزونې ته دوام ورکړي.
د مخکني اټکل په خلاف چې فکر کېده روسي ځواکونو به چټک پرمختګونه ولري، خو دغه بهیر د اوکراین د نظامي ځواکونو او خلکو له جدي مقاومت سره مخ شوی دی.
په ورته وخت کې روسیې تېره ورځ د ناټو تړون د غړي (پولنډ) هېواد مرکز په ۲۵ کیلومترۍ کې د اوکراین پر نظامي مرکز برید وکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP