منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۹مه ورځ؛ وروستي او مهم بدلونونه څه دي؟

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): پر اوکراین د روسیې د برید په ۱۹مه ورځ روسیې له چینه مالي او د وسلو مرسته غوښتې، په ورته وخت کې امریکا ویلي چې د ناټو پر قلمرو هر ډول برید به د بشپړ ایتلاف له ځواب سره مخ شي.

له دې سره هم مهاله د اوربند لپاره د فرانسې ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري؛ د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسيې یرغل پر وړاندې د اوکراین دفاعي توان لوړېدو لپاره د انتخابونو ارزونې ته دوام ورکړي.

د مخکني اټکل په خلاف چې فکر کېده روسي ځواکونو به چټک پرمختګونه ولري، خو دغه بهیر د اوکراین د نظامي ځواکونو او خلکو له جدي مقاومت سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې روسیې تېره ورځ د ناټو تړون د غړي (پولنډ) هېواد مرکز په ۲۵ کیلومترۍ کې د اوکراین پر نظامي مرکز برید وکړ.

په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د سختو اقتصادي بندیزونو له لارې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منزوي کړي او اوکراین ته له خپلې خاورې د دفاع په پار وسلې ورکوي، امریکا او متحدین یې اندېښمن دي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې ناټو ښکېله نه شي.

بریتانیا خبر ورکړی چې که پولنډ ته څېرمه پر نظامي مرکز برید جګړه کې د پام وړ تشدد نښه ده، په داسې حال کې چې د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان له سي بي اېس شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ناټو پر قلمرو هر ډول برید به د بشپړ ايتلاف له ځواب سره مخ شي.
د ده په خبره، د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ځلې ښکاره ویلي چې واشنګټن او متحدین به یې د ناټو له خاورې د دفاع لپاره هر ډول هڅه وکړي.

بلخوا، اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې تېره ورځ توافق کړی چې تر لسو ډېر بشردوستانه دهلېزونه خلاص کړي، له دې ډلې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې چې (د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري) د یاد ښار د چارواکو په خبره، پر دغه ښار د روسیې د برید له پیل راهیسې تر ۲۱۰۰ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په اوکراین کې د ماریوپل ښار شورا تېره ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغه ښار روسي ځواکونو ۲۲ ځلې د توپونو او الوتکو بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیواله کمېټه په ماریوپول کې د بشري ناورین خبر ورکړی او غوښتنه یې کړې چې په دغه ښار کې د نیول شوو ملکي وګړو د بدې سناریو رامنځته کېدو مخه دې ونیول شي.

سره صلیب خبر ورکړی چې که د جګړې لوري بشردوستانه توافق ونه کړي، په ماریوپل کې به سلګونه زره هغه کسان چې تر درنو بمباریو لاندې دي، له ډېرو بدو شرایطو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې خبر ورکړی چې په اوکراین کې د جګړې وضعیت کولای شي د کرونا ناروغۍ خپرېدل ډېر او د عفوني ناروغیو د خپرېدو د محدودولو هڅې له خنډ سره مخ کړي.

په ورته مهال، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره پر روسیه د بندیزونو د سختولو په اړه توافق وکړ.

مکرون له دغه توافقه یو ساعت مخکې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او اوکرایني سیال ولودیمیر زلنسکي سره د اوربند په اړه ټيلېفوني خبرې کړې وې.

سي، اېن، اېن د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې روسیې له چین څخه د وسلو او مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان دغه غوښتنه د اندېښنې وړ بللې او چین ته یې ګواښ کړی چې روسیې ته د نظامي تجهیزاتو د تحویل په صورت کې به له پراخو پایلو سره مخ شي.

بلخوا د بریتانیا لومړي وزیر تېره یکشنبې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه