کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر وایي، ښايي په چین کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د مشرانو د راتلونکې غونډې په څنډه کې د روسیې او چین له ولسمشرانو سره وګوري او د ایران د جګړې د پای ته رسولو او اټومي بېوسلې کولو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ له فلوریډا څخه واشنګټن ته تر ستنېدو مخکې خبریالانو ته ویلي چې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه به د چین په شېنژن ښار کې د یاد سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.
ټرمپ ویلي: «فکر کوم یوه لیدنه به له ولسمشر پوتین او ولسمشر شي جینپینګ سره وي او دا به په زړه پورې وي. موږ د اټومي بېوسلې کولو په ګډون پر ډېرو موضوعاتو خبرې کوو. موږ هڅه کوو چې په ایران کې جګړه پای ته ورسوو.»
نوموړي د تېرې اکټوبر میاشتې په اوږدو کې هم ویلي وو چې له روسیې او چین سره د اټومي وسلو د کنټرول په اړه درېاړخیزو خبرو ته چمتو دی.
بلخوا، الجزیرې د نومبر په شپږمه راپور ورکړی و چې چین او روسیه د درېیو هېوادونو د مشرانو د احتمالي لیدنې د تنظیم په اړه په تماس کې دي، خو تر اوسه دغه لیدنه په رسمي ډول نه ده وروستۍ شوې.
د راپورونو له مخې، روسیه غواړي په یاده احتمالي لیدنه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو موضوع هم مطرح کړي.











