فیض اباد (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د زرمینځنې یوه کارځای ښویېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماسپښین د یفتل پایین ولسوالۍ په دهن دره سیمه کې شوې ده.
سرچینې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د عبدالحمید په نوم د یادې سیمې یو کان کیندونکی په کارځای کې په کار بوخت و.
د نوموړي په خبره، په یاده پېښه کې یوازې عبدالحمید مړی شوی او مړی یې تر اوسه له خاورو نه دی را ایستل شوی.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن