Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۳ تنه مړه او ۷ ژوبل شوي

پلخمري (پژواک ۲۵ کب ۱۴۰۰): د بغلان ولایت حکومتي مسوولین وايي، په شمالي سالنګ کې د موټر چپه کېدو له امله درې تنه مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.

د دغه ولايت د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي، نن (چهارشنبه) پژواک اژانس ته وویل چې د شمالي سالنګ په چهارمغزک ګولايي کې یو زرهي موټر چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي په کې سپاره وو، له سړک څخه یې موټر تر ښويېدو وروسته چپه شوی دی.

ده زياته کړه، په دغه پېښه کې چې نن له غرمې وروسته شوې، درې کسان په کې مړه شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان دي چې د خنجان ولسوالۍ کلینیک ته وړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه لس کسان د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې له کابل څخه کندوز ته روان وو.

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول قاضي عبدالله عبید هم د پېښې په تایيدولو سره وايي، نن ماسپښین درې بجې یو لنډکروزر موټر د شمالي سالنګ په چهارمغزک ګولايي کې د سړک غاړې له  استنادي دېوال سره ټکر وکړ.

د ده په خبره، په دغه پېښه کې دوه کسان مړه او څو تنه نور ټپیان شوي هم دي چې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

دوه اونۍ وړاندې هم په همدې سیمه کې له چرګانو بار هینو موټر د چپه کېدو له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.