[restrict paid=”true”]
مهترلام (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰): د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ له خوا د نهر سراج پاکولو چارې نن پيل شوې او ۲۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د دغه ولايت د ښاروالۍ مرستيال حاجي عبدالطیف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاک کارۍ دغه کار په درېیو میاشتو کې بشپړېږي چې د ورځې به د کار په بدل کې هر عادي کارګر ته لس کيلو، سر کاريګر ته ۱۴ کيلو او انجنير ته ۱۶ کيلو غنم ورکول کېږي.
د شمس الرحمن په نوم يوه کاريګر پژواک ته وويل: “خوښ یم چې هم خپلو بچيانو ته نفقه پيدا کوم او هم خپل وطن ته کار کوم.”
هغه دغه راز زیاته کړه چې حکومت دې وزګارو خلکو ته د کار دا ډول نور فرصتونه هم برابر کړي.
د يادونې ده، نهرسراج چې د الینګار ولسوالۍ په چمچار سیمه کې دی، لس کيلومتره اوږدوالی لري.
[/restrict]
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن