لښکرګاه (پژواک، ٢٧ کب ١٤٠٠): په هلمند کې د خبریال ورځې په مناسبت یوې غونډه کې خبريالانو له حکومتي مسوولينو غوښتي چې د رسنیز فعالیت ساحه دې پراخه کړي او د مالي ستونزو د حل په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
د کب ٢٧مه په هېواد کې د خبريال ملي ورځې په نوم يادېږي.
دغه ورځ په هلمند کې د يو شمېر رسنيو د خبريالانو له لوري نن (د کب ٢٧مه) ونمانځل شوه.
یادې غونډې ته په هلمند کې د خبريالانو ټولنې مسوول نعمت الله همت وويل چې خبريالان د يوې ټولنې بې پرې قشر دی او هڅه کوي چې حقايق تر خلکو او حکومتي مسوولينو ورسوي.
login or register a new account.