لښکرګاه (پژواک، ٢٧ کب ١٤٠٠): په هلمند کې د خبریال ورځې په مناسبت یوې غونډه کې خبريالانو له حکومتي مسوولينو غوښتي چې د رسنیز فعالیت ساحه دې پراخه کړي او د مالي ستونزو د حل په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
د کب ٢٧مه په هېواد کې د خبريال ملي ورځې په نوم يادېږي.
دغه ورځ په هلمند کې د يو شمېر رسنيو د خبريالانو له لوري نن (د کب ٢٧مه) ونمانځل شوه.
یادې غونډې ته په هلمند کې د خبريالانو ټولنې مسوول نعمت الله همت وويل چې خبريالان د يوې ټولنې بې پرې قشر دی او هڅه کوي چې حقايق تر خلکو او حکومتي مسوولينو ورسوي.
ده وويل: ((خبريال کله هم د نظام په خلاف کار نه کوي خو د اصلاح په موخه د حکومتونو کمزوري برخې په نښه کوي څو سمون په کې راشي.))
نوموړي له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې خبريالانو ته دې د کار ساحه پراخه کړي او د مالي ستونزو په حل کې دې ورسره همکاري وکړي.
دغه راز په ياده غونډه کې په هلمند کې د سيمه ييزو رسنيو په استازيتوب حافظ احمد نصرت وويل چې په دغه ولايت کې ډېرو رسنيو د مالي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي.
ده وويل چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر خبريالان هم بې دندې شوي چې حکومت بايد د رسنيو او خبريالانو د مالي ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
د يادونې ده، د يادې غونډې په پاى کې يو شمېر خبريالانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









