کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰) : دامریکا د یوې پوځي الوتکې لویدلو له امله څلور تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
د امریکا د بحري ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ددوی اړوند دې الوتکې د ناټو ځواکونو په تمریناتو کې برخه درلوده، او د جمعې پر ورځ وغورځېده.
سرچینې زیاته کړې، الوتکه د ناروې په یوه لېرې پرته سیمه بودو ښارګوټي ته نژدې غورځېدلې او په سیمې کې د خرابې هوا له کبله چورلکې نه دي توانېدلي د پېښې په ځای کې ناسته وکړي. خو مرستندویان د شنبې پر سهار وختي وتوانېدل پر واورو د ښوېدونکو ګاډو پر مټ د پېښې ځای ته ورسېږي.
د ناروې د یادې سیمې ځايي پولیسو د دې پېښې په هکله ویلي، ”په خواشینۍ سره تاییدوو چې په الوتکه کې ټول څلور کسان وژل شوي دي. ”
په اعلامیه کې زیاته شوي، چې وژل شوي ټول کسان امریکایان دي.
د بي بي سي د راپور له مخې، دا ایم وې – ۲۲ بي ډوله الوتکه د ناټو په سوړ غبرګون نومي تمریناتو کې شامله وه، چې د ناروې خوندیتوب لپاره د سازمان غړو هېوادونو له لوري په شریکه پیل شوي دي.
په دې تمریناتو کې د ناټو ۲۷ غړو هېوادونو نژدې ۳۰ زره پوځیان برخه لري.
Views: 127
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP